په بروج سورې کې خداوندمتعال د شهیدانو ستاینه کوي او پر سنګدلو سختې نیوکې. قرآن کریم په دغې سورئې کې فرمائي؛ قُتِلَ أَصْحابُ الْأُخْدُود» (بروج/ 4). دا یو شمیر نامرد کسان وو چي مومنانئې راګیر کړل، په درې ئې یرغل وکړ او هغه ئې وسوځول. وروسته ئې د درې له لوړ ځایه د مومنانو د سوځيدا ننداره وکړه . قرآن کریم فرمائي ؛ پر دوي دې مرګ وي ، چې دومره سنګدل وو. د ایمان په جرم ئې دوي وسوځول او ورته کیښناستل او نندارچیان شول . د قرآن کریم ددغه آیت په اساس دایماندارو ّر مظلومی]ت ماتم کول او دظالمانو لعن تعن مجاز او جایز دی.
قران کریم په شعرا سورې کې فرمائي؛ وَ سَیَعْلَمُ الَّذینَ ظَلَمُوا أَیَّ مُنْقَلَبٍ یَنْقَلِبُونَ» (شعراء/ 227).یعني په راتلونکي کې به ظالمان پوهه شي چې د دوي برخلیک څه دی .؟ دوي به پوهه شي چې څه ئې وکړل او له چاسره وجنګیدل. ددغه آیت یو مصداق د کربلا روایت دی .
له بل پلوه قرآن کریم په یوه بل ځاي کې فرماي، إِنَّا لا نُضیعُ أَجْرَ الْمُصْلِحین» (اعراف/ 170) مون. د مصلحو کسانو جایزه نه ضایع کوو. امام حسین (ع) هرڅه درلودل ، دخداي لپاره ئې وړااندې کړل،خداي تعالی هم هرڅومره د کمال په اوج کې دی ، امام حسین (ع) ته ئې ورکړل. په یوه بل کې آیت کې هم لولوو،؛ وَ الصَّابِرینَ فِی الْبَأْساءِ وَ الضَّرَّاءِ وَ حینَ الْبَأْس» (بقره/ 177 خداوند ستاینه کوي د هغو کسانو چې د هرډول سختیانو په وړاندې صبر کوي.په کربلا کې دغه ټوله سختیانې وې او او ټولو صبر ورکړ.
قرآن کریم رسول الله بزګوار(ص) ته وفرمائيل؛ وَ رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَک» (شرح/ 4)، یعني ائ د ما رسوله !مونږ د تا نامه لوړوو،نو د حضرت نامه همیشه په تاریخ کې لوړه او مشهوره شوه. دغه لوړ مقام امام حسین علیه السلام ته هم ورسید او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د حضرت امام حسین علیه السلام بیرغ لوړ دی . د م حرم دمیاشتې په شپو ورځو کې په لسګونو زره غونډې او محفلونه جوړیږي ، خلک له قرآن او اسلام سره بلدیږي ، تبلیغ کوي ، نذر ورکوي، وږي کسانو ته ډوډئ ورکوي ، د مظلوم یاد لمانځي ، د ظالم او جابر خلاف چغې پورته کوي . دا ټول حسینی برکت دی.
قرآن کریم په یوه ځاي کې فرمائي ؛ رَضِیَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ» (مائده/ 119) خدای له دوي څخه راضي دی ،دوي هم له خداي څخه راضي دي .ددغې ډلې لوړ مصداق امام حسین علیه السلام دی چې په قتلګاه کې ئې په ترټولو سختو شرائطو کې ووئيل؛ الهي رضاً برضاک؛ خدایه ! زه ستا په رضا راضي یم.